20 July 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په ميدان وردګو کې د سوېډن کمېټې روغتيايي مرکزونه بيا فعال شول

په ميدان وردګو کې د سوېډن کمېټې روغتيايي مرکزونه بيا فعال شول

کابل / باختر/ د چنګاښ ٢٩ مه د سوېډن کمېټې روغتيايي...

  باميان د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کاليزې د درناوي په درشل کې

باميان د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کاليزې د درناوي په درشل کې

کابل / باختر/ د چنګاښ ٢٩ مه د باميانو د سيمه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د کورنيو چارو وزارت سرپرست د کابل پر امنيت ټينګار وکړ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ د چنګاښ ٢٠مه 
د کورنيو چارو وزارت سرپرست د کابل ښار له امنيتي دروازو څخه په کتنې سره، په پايتخت کې امنيتي حالت وڅېړه.
د باختر آژانس د خبرله  مخې:  د کورنيو چارو  وزارت سرپرست مسعود اندرابي تېر ماښام د کابل ښار د ننوتلو دروازې وکتلې او د کابل ښار امنيتي وضعيت يې وڅېړه.
د امنيتي چارو ستر سلاکار مل پاسوال خوشحال سعادت د کابل ښار د امنيتي پروګرامونو په برخه کې او دغه  راز د کابل ښار په دروازو کې د تخنيکي وسايلو د اغېزمنتوب په باب معلومات ورکړل.
د کورنيو چارو وزارت سرپرست له تخنيکي وسايلو او تجهيزاتو، امنيتي اسکنرونو چې د چاوديدونکو توکو او مهماتو د تثبيت او کشف په موخه په دروازو کې درول شوي دي؛ وليدل او په پايتخت کې يې د ښه امنيت په خاطر د پوليسو مسوولينو او امنيتي او کشفي بنسټونو ته لازمې لارښوونې وکړې .
پاى \ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.