په زابل کې دولس وسله وال طالبان ووژل شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

_ قلات\باختر\ د چنګاښ ٢٣ مه
د زابل د امنيې قوماندانۍ مسوولين وايي چې د دغه ولايت د شاجوى ولسوالۍ په مربوطاتو کې دولس وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د امنيې قوماندان سعيد معراج سادات د باختر اژانس سيمه ييز خبريال ته ويلي، چې تېره شپه په شاجوى ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې.
سرچينه زياتوي چې په نښته کې دولس وسله وال طالبان وژل شوي او افغان ځواکونو ته پکې زيان نه دى اوښتى.پاى\وصال

back to top