په هرات کې د لارويانو په وړاندې د يوه کس وژل کېدل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

قلات\باختر\ د چنګاښ ٢٣ مه
نن په هرات ښار کې یو سړی د یوه یرغلګر په ډزو کې ووژل شو .
په دغو ډزو کې دوه تنه نور ټپیان شوي هم دي .
یرغلګر له ډزو وروسته امنیتي ځواکونو نیولى دى.
د هرات یوه امنیتي خبر ځای د باختر اژانس خبریال ته وویل، چې په دغو ډزو کې یو کس وژل شوى او دوه نور ټپیان شوي دي .
خبرځاى وايي، چې  یرغلګر په  لومړنیو څېړنو کې په خپل جرم اعتراف کړی او زياته کړې يې ده چې وژل شوي سړي یې ورور وژلی و او ده هم ترې د خپل ورور د وینې غچ واخیست.
یرغلګر وایي په وار وار يې د بادغیس سیمه ېیزو ادارو ته مراجع کړې څو يې د ورور قاتل ونیسي، خو دوی  ونه نیوه له دی امله یی خپله غچ پخپله واخیست .
سعیده

back to top