په هرات کی دری کسان دغلا په تور ونیول شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

_ قلات\باختر\ د چنګاښ ٢٣ مه
د هرات پولیسو دغلا په تور درې کسان ونیول.
دغو کسانو پلان درلود چې په نیمه شپه  کې د ښار د چار باغ د زبیدې سیمې د استوګنې له یو کور څخه غلا وکړي، خو د پولیسو او د سیمی د اوسیدونکو په همکارۍ لاس په لاس ونیول شول.
د هرات یوه امنیتي مقام باختر آژانس ته وویل، چې نیول شویو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی او د زیاتو څېړنو په مقصد اوس هم تر څارنې لاندې دي.
پاى\ خروتې

back to top