دغور اداري او امنيتي حالت څېړل کېږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٤مه
د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رييس د ملي دفاع او د کورنيو چارو د وزارتونو او د ملي امنيت  د لوى رياست  له هيئت سره نن د غور د امنيتي حالت د څېړنې په خاطر فيروز کوه ښار ته سفر وکړ.
د باختراژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې، د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رييس عبدالمتين بيک، د ملي دفاع وزارت لومړى مرستيال  ډاکتر ياسين ضيا‌، د کورنيو چارو وزارت ستر معين خوشحال سادات او د ملي امنيت د لوى رياست ولايتي مرستيال عبادالله عباد  د غور د امنيتي حالت د څېړنې په خاطر  فيروزکوه ښار ته  ورسېدل .
د غور والي غلام ناصر خاضع له دغه هئيت  سره په کتنه کې وويل، چې غور د سړې آب هوا لرونکى ولايت دى چې د ژمي په  موسم کې دښمن د واورې او باران د اورښت او د هوا د سړښت له امله خپل بريدونه بندوي، خو د ثور د مياشتې له پيل څخه  خپل بريدونه  په لرو پرتوسيمو اوولسواليو کې پيلوي .
خاضع زياته کړه چې دښمن د دولت يار، شهرک، تولک او د تيورې په ولسواليو کې  جنګي تيارى  نيولى، خو د کافي ځواکونو او امکاناتو نشتوالي يې انديښنې رامنځته کولاى شي.
والي زياتوي، په هغو ولسواليو کې چې د خطر انديښنې شتون لري اوس  د دولت  تر واکمنۍ لاندې دي، خو امنيتي ګواښونه  اوس هم شتون لري، خو هيله لرو  چې په خپل وخت اقداماتوسره  دغه ګواښونه  له منځه يوړل شي .
په همدې حال کې د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې اداري رييس عبدالمتين بيک وويل،  چې غور ته د دوى د سفر هدف  د حکومتوالۍ او د امنيتي وضعيت څېړنه ده، څو د دغه ولايت ستونزې له نږدې  وکتل شي او د لرې کولو لپاره يې اقدامات ترسره شي .
  ختم_ج _اکرم

Last modified on Monday, 15 July 2019 13:27
back to top