پارون/ باختر/ د چنګاښ ٢٥ مه
اته پاکستاني طالبان د هېواد په ختيځ کې له سرحدي ځواکونو سره په جګړه کې ووژل شول.
په دغو وسله والو طالبانو تېره شپه ډيورنډ کرښې ته څېرمه کامديش ولسوالۍ کې هغه وخت بريد وشو چې نوي له پاکستانه نورستان ته راغلي وو.
د هېواد په ختيځ کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باخترآژانس ته وويل، په بريد کې اته پاکستاني وسله وال طالبان ووژل شول.
هغه وويل: دغه وسله وال طالبان له پاکستانه د ډارچوونکو بريدونو د ترسره کولو په موخه نورستان ته راغلي وو.
پاى \ذ \