22 August 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهور ريیس غني د احمد وفي امین او عبدالرحمن عطاش کارونه وستایل

جمهور ريیس غني د احمد وفي امین او عبدالرحمن عطاش کارونه وستایل

کابل\ باختر \ د زمري ٣١ مه د افغانستان د اسلامي...

 په روزګان کې د شلو وسله والو طالبانو وژل کېدل

په روزګان کې د شلو وسله والو طالبانو وژل کېدل

کابل / باختر/ د زمري ٣١ مه شل وسله وال طالبان...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په قندهار کې د طالبانو ښخ کړى شويو ماينونو د قربانيانو شمېر پنځلسو کسانو ته ورسېد

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ د چنګاښ ٢٥ مه
په قندهار کې پرون د طالبانو د ښخ کړى شوي ماينونو د قربانيانو شمېر پنځلسو  کسانو ته رسېدلى دى .
په دغې چاودنه کې چې پرون ناوخته د خاکريز ولسوالۍ کې وشوه د ښځو او ماشومانو په ګډون دېرش ملکي وګړي ټپيان شول .
  په پيښه کې د کلي د اوسيدونکو يو باروړونکى  موټر د وسله والو طالبانو په ښخ کړى شوي ماين وخوت .
د قندهار يوه روغتيايي مسوول د باختراژانس خبريال ته وويل، چې د دوو ټپيانو په وژل کېدو سره د قربانيانو شمېر پنځلسو کسانو ته ورسېد.
سرچينه زياتوي چې دغه راز له دېرشو تنو ټپيانو څخه څه ناڅه د اوو ټپيانو روغتيايي حالت  د انديښنې وړ دى .
تر اوسه پورې کومې ډلې د دغې پيښې مسووليت په غاړه نه دى اخستى، خوسيمه ييز خبرځايونه طالبان د پيښې عاملان بولي .
  ختم_ سعيده _اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.