15 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 د واټونو د نومولو کمېسيون ناسته وکړه

د واټونو د نومولو کمېسيون ناسته وکړه

کابل/دلیندۍ۲۴مه/باختر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې حسينې ساپۍ په...

د ملي شورا پلاوي د فراه پوځي حالت وڅېړه

د ملي شورا پلاوي د فراه پوځي حالت وڅېړه

کابل/دلیندۍ۲۴مه/باختر د مشرانو جرګې يو شمېر غړو پرون د فراه له...

د هېواد په لوېديځ کې د پانګونو د جواز ليکونو د وېش دېرش سلنه زياتوالى

د هېواد په لوېديځ کې د پانګونو د جواز ليکونو د وېش دېرش سلنه زياتوالى

کابل/دلیندۍ۲۴مه/باختر د هرات د صنعت او سوداګرۍ ادارې مسوولينو د تېرکال...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په هرات کې طالبانو ستره ماتې خوړلې ده

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ د چنګاښ ٢٥ مه
د هرات په ختيځو ولسواليو کې وسله والو طالبانو ته  د سر دروند زيان اوښتى او سخته ماتې يې خوړلې ده .
  د هرات امنيه قوماندان جنرال امين الله امرخېل چې له څو ورځو راپدېخوا د پښتون زرغون، اوبې او د چشت  په ولسواليو کې د عملياتو مشري کوي باختراژانس ته وويل چې د ځمکنيو او هوايي  ځپنده بريدونو په پايله کې چې د فرسي ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې ترسره شول  دښمن ته د سر دروند زيان اوښتى او سخته ماتې يې خوړلې ده.
د هرات د امنيې قوماندان د څرګندونوله مخې،  په دغو عملياتو کې  په لسګونه ډار اچوونکي او تروريستان وژل شوي دي، چې په وژل شويو کې بهرني جګړه ماران هم شامل دي.
د پاسوال امرخېل په خبره، په دغو عملياتو کې  زياتې سيمې د ډار اچوونکو له شتون خخه پاکې شوې دي  .
پاسوال امرخېل زياتوي، چې ډار اچوونکو ته د پښتون زرغون ولسوالۍ د پل پده په کلي کې سخته ماته اړول شوې او د دښمن ټول سنګرونه نيول شوي دي.
قوماندان وايي چې دغه راز د کبکان په دره کې په دښمن هوايي بريد شوې دى چې په پايله کې  په لسګونو ډار اچوونکي وژل شوي دي.
د هرات امنيه قوماندان وويل، چې د پښتون زرغون په جګړه کې د ملي پوليسو يو سرتېرى هم شهيد شوى او شپږ نور ټپيان شوي دي .
ختم_ ج _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.