10 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د توريزم او هوټلدارۍ انستيتوت فعال شو

کابل/دلیندۍ۱۸مه/باختر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د توريزم او هوټلدارۍ انستيتوت...

د پروان د انتخاباتو کمېسيون کارکوونکي د طالبانو له بند څخه آزاد شول

کابل/دلیندۍ۱۸مه/باختر د پروان د انتخاباتو کمېسيون اته ساحوي کارکوونکي نن په...

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د هنرعالي شورا ګډه اعلامیه

کابل/دلیندۍ۱۸مه/باختر د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په لوګر کې د طالبانو د مهمو غړو وژل کيدل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٥ مه
د وسله والو طالبانو د ډلې د څو مشهورو کسانو په ګډون ٢٢ وسله وال طالبان  پرون  په لوګر کې ووژل شول.
د ٢٠٣ تندر قول اردو د مطبوعاتي دفتر سرپرست ايمل مومند باخترآژانس ته وويل:   دغه وسله وال طالبان د ايتلاف د ځواکونو په بريد کې چې د لوګر په مرکز پورې اړوند  د کمال خېلو په کلي کې د طالبانو په يوې غونډې ترسره شوى، ووژل شول.
په وژل شويو کسانو کې د طالبانو د سرې قطعې قوماندان قدرت، د لوګر لپاره د طالبانو د نومول شوي والي ورور، د محمدآغې ولسوال، د خوښۍ ولسوالۍ پوځي مسوول او د طالبانو د ډلې څو نور سرګروپان شامل دي.
هغه زياته کړه، په بريد کې ٥ نور وسله وال طالبان ټپيان شوي هم دي، خو د لوګر په مرکز پورې اړوند د کمال خېلو د سيمې يوشمېر اوسيدونکو د باخترآژانس سيمه ييز خبريال ته ويلي، چې په ياد هوايي بريد کې د درېيو ماشومانو په ګډون ١٣ ملکي وګړي وژل شوي او ٤ نور ټپيان شوي دي.
پاى \ذ \ 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.