کابل / باختر/ د چنګاښ٢٥ مه
د بدخشان د کران منجان ولسوالۍ د لاجوردو کان تېره شپه وسله والو طالبانو ونيوه.
د کران منجان ولسوال عبدالرحيم فرحت باخترآژانس ته وويل، له يوې خوا د لاجوردو په کان د وسله والو طالبانو بريد او له بله پلوه له طالبانو سره دغيرمسوولو وسله والو کسانو د قوماندان قاري قدير همکاري د دې سبب شوه چې دغه کان طالبان ونيسي.
خو په بدخشان کې يوه جګپوړي امنيتي خبرځاى د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته ويلي، چې پوځيانو کان کلابند کړى او ډير ژر به وسله وال طالبان له دغې سيمې څخه وايستل شي.
پاى \ج\ ذ