د قندهار پر امنیې قوماندانۍ د ترهګرو په برید کې ۱۴ کسان ووژل شول اوکابوسل نورټپیان شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٨ مه
د قندهار په امنیې قوماندانۍ د ځانمرګو بریدګرو په ډله يیز برید کې ۱۴ کسان وژل شوي او کابو سل تنه نورټپیان شوي دي.
د دغې پېښې زیاتره قربانیان او ټپیان د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي وګړي دي.
ځانمرګو بریدګرو د چاودیدونکو توکو څخه ډک موټر د قندهارد امنیي قوماندانۍ د دروازې په وړاندې وچاوه او وروسته شپږو نورو بریدګرو له امنتیي ځواکونوسره په نښتې لاس پورې کړ.
د قندهارد امنیتي مقاماتو د څرګندونوله مخې، دغې نښتې دوه ساعته دوام وکړ او په هغې کې یرغلګریو په بل پسې له پښو وغورځول شول .
طالبانو د دغه برید مسوولیت په غاړه واخيست.
د قندهارولایت یوه امنیتي مقام باختراژانس ته وویل، چې په ياد برید کې د پولیسو ۴ مامورین او لس ملکي وګړي وژل شوي او شپږ پوځیان او څلور نورملکیان پکې ټپیان شوي دي.
په ټپیانوکې ۴ ښځې او یوولس ماشومان شامل دي .
د قندهار ښار په میرویس روغتون کې ډاکترانو د دغه ډاراچوونکي برید د کابو لسو ټپیانو روغتیايي حالت نازک بللى دى .
په پښه کې د قندهار د امنیې قوماندانۍ تاسیسات او د هغو په شاو خواکې د خلکو ځینو کورونو ته هم زیان اوښتی دی .
ختم _ ف

back to top