په ننګرهار کې له چرګانو لرونکو سره مرسته

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

ـ کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٨ مه
په ننګرهار کې د چرګانو په لسګونو لرونکو خلکو د کار وسایل او توکي ووېشل شول.
په دغو مرستو کې د کار وسایل، د درمل شیندنې دستګاوې، د چرګانوترمنځ د ناروغۍ د خپریدو د مخنیوي لپاره درمل او د چرګانو دانې شاملې دي.
د ننګرهار د رسنیوله دفتر څخه باختر آژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې په دې پړاو کې د چرګانو په دوه اتیا لرونکو کسانو د کار وسایل او توکي ووېشل شول.
خبرپاڼه زیاتوي چې سیمه يیزه اداره په ننګرهار کې د چرګانود روزنې، ودې او سمون لپاره ژمنه ده.

back to top