22 August 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهور ريیس غني د احمد وفي امین او عبدالرحمن عطاش کارونه وستایل

جمهور ريیس غني د احمد وفي امین او عبدالرحمن عطاش کارونه وستایل

کابل\ باختر \ د زمري ٣١ مه د افغانستان د اسلامي...

 په روزګان کې د شلو وسله والو طالبانو وژل کېدل

په روزګان کې د شلو وسله والو طالبانو وژل کېدل

کابل / باختر/ د زمري ٣١ مه شل وسله وال طالبان...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په لوګرکې د سیمه يیزو پولیسو پر يوې پوستې هوايي برید

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / باختر/ د چنګاښ٣٠ مه
په لوګرکې د ایتلاف قواوو په هوایي بریدکې یو سیمه يیز پولیس شهید شو او درې نور يې ټپیان شول .
د لوګر د امنیې قوماندانۍ ویاند شاهپور احمدزي باختر آژانس ته وویل چې د لوګر په مرکز کې د عمرآباد پر امنیتي پوستې د غوڅ ملاتړ ماموریت د الوتکو په برید کې یو سیمه يیز پولیس شهید شو او درې نور يې ټپیان شول او پوسته ویجاړه شوه.
د لوګر سیمه يیز مسوولين وايي چې بهرنیو ځواکونو دغه عملیات د امنیې قوماندانۍ له همغږۍ پرته ترسره کړي دي. خو د ۲۰۳ تندر قول اردو د څلورمې لوا د مطبوعاتو مسوول احمد شکیل تسل د یوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي دي چې د ناټو د غوڅ  ملاتړ ماموریت د لوګر په مرکزکې هوايي بریدونه ترسره کړي دي چې په پایله کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي دي.
ختم/ع

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.