په کابل کې د ماين چاودنه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / باختر/ د چنګاښ٣٠ مه
د کابل په کمپنۍ ساحه کې نن غرمه درې پولیسان د سړک د غاړې ماین په چاودنه کې ټپیان شول.
د باختر آژانس خبریال د خبرله مخې: د کابل ښار په کمپنۍ بازارکې نن په یوه واټ کې د ښخ کړاى شوي ماین په چاودنه کې د عامه نظم درې پولیسان ټپیان شول .
چاودنه هغه وخت وشوه چې پولیسو په ګزمې بوخت وو.
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز چاودنه تائید کړه او ویې ویل چې د پېښې د سر د احتمالي زیانونو په باب معلومات نه دي ترلاسه شوي.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د جمعې په ورځ د یوه موټر بمب په چاودنه کې زموږ ١٠ هېوادوال شهیدان شول.
ختم/ع

back to top