کابل / باختر/ د چنګاښ٣٠ مه
پنځه وسله وال طالبان تېره شپه په بدخشان کې ووژل شول.
د کران او منجان ولسوالۍ امنیه قوماندان سمونمل عبدالولي حسیني د باختر آژانس سیمه يیزخبریال ته وویل چې دغه وسله وال طالبان د دغه ولایت د کران او منجان ولسوالۍ په ناو آسیابان سیمه کې له پوځیانو سره په نښته کې ووژل شول.
حسيني زیاته کړه: په نښته کې اووه نور وسله وال طالبان ټپیان شول.
هغه زیاته کړه: دغه نښته هغه وخت رامنځته شوه چې وسله والو طالبانو پر دې سیمې برید کړی و چې د پوځیانو له غبرګون سره مخ شول او د سر د زیان له زغملو وروسته له ساحې څخه وتښتېدل.
د یو بل خبر له مخې:
لس وسله وال طالبان په هغوهوایي بریدونوکې چې په تېرو درېیو شپو کې په کران او منجان ولسوالۍ کې د طالبانو پرڅو سنګرونو ترسره شول؛ ووژل شول او ٨ نوريې ټپیان شول.
پاى /سعیده