15 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 د واټونو د نومولو کمېسيون ناسته وکړه

د واټونو د نومولو کمېسيون ناسته وکړه

کابل/دلیندۍ۲۴مه/باختر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې حسينې ساپۍ په...

د ملي شورا پلاوي د فراه پوځي حالت وڅېړه

د ملي شورا پلاوي د فراه پوځي حالت وڅېړه

کابل/دلیندۍ۲۴مه/باختر د مشرانو جرګې يو شمېر غړو پرون د فراه له...

د هېواد په لوېديځ کې د پانګونو د جواز ليکونو د وېش دېرش سلنه زياتوالى

د هېواد په لوېديځ کې د پانګونو د جواز ليکونو د وېش دېرش سلنه زياتوالى

کابل/دلیندۍ۲۴مه/باختر د هرات د صنعت او سوداګرۍ ادارې مسوولينو د تېرکال...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د مهسا د وژنې عاملان په دېرش دېرش کاله بند محکوم شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل\باختر\د چنګاښ ٣٠ مه
د کابل د استيناف محکمې نن  په يوه علني غونډه کې د شپږ کلنې مهسا د وژنې عاملان په دېرش دېرش کاله  بند محکوم کړل .
د باختراژانس د خبرله مخې،  مهسا  د تېرکال د کب د مياشتې په نولسمه نېټه د کابل ښارد يوولسمې ناحيې له مربوطاتو څخه لومړى وتښتول شوه او وروسته  ووژله شوه.
  انسان تښتوونکو د دغې ماشومې له وژنې مخکې د هغې د خلاصون لپاره يې له کورنى څخه درې سوه زره ډالره غوښتي و .
د مهسا پلار يو ګرځنده صراف دى او په يوه کرايي کور کې ژوند کوي .
انسان تښتوونکي  دوه ځوانان او د يوې کورنۍ غړي دي، د مهسا د کورنۍ له لوري د پيژندنې له ويرې يې هغه ووژله او مړى يې د کابل په خيرخانه کې په يوه جر کې وغورځاوه .
  د کابل پوليسو د روان کال دغبرګولې دمياشتې په  ٢٤ نيټه دغه دوه تنه جنايتکاران  ونيول  او هغوى  د رسنيو په وړاندې په خپل جرم اعتراف وکړ .
د دغه جنايت دعاملانو لومړۍ قضايي غونډه  د غبرګولي د مياشتې په پنځمه نيټه جوړه شوه .
  قضايي هيئت د دغې دوسيې دوو تنو تورنو ( سجاد اقا او روح الله  ) ته د ديرش ديرش کاله بند حکم صادر کړ .
دغه  حکم  د مهسا د پلار او د کورنۍ دنورو غړو له لوري  ونه منل شو او هغوى په دغو دوو تنو د ډيرو سختومجازاتو دحکم په اجرا باندې ټينګار کوي .
قضايي هيئت  استدلال کوي چې دعدلي طب له لوري  د وړاندې شويو سندونو له مخې،  سجاد اقا او روح الله د اتلس کلنۍ عمر نه دى بشپړ کړى او د قانون له مخې، هغوى ته داعدام حکم نه اجرا کېږي .
  د کوچنۍ مهسا  د کورنۍ غړو د ابتداييه محکمې حکم ونه مانه او د استيناف  غوښتنه يې وکړه او نن د استيناف محکمې قضايي هيئت  دابتداييه محکمې حکم تاييد کړ او هر يو يې  د ديرش ديرش کاله بند په مجازاتو محکوم کړ  چې د مقتولې د کورنۍ  له اعتراض سره  مخامخ شول .
قضايي هيئت څرګنده کړه، چې دغه حکم قطعي نه دى  او زيانمن کسان کولاى شي  د بيا کتنې لپاره د تميز غوښتنه وکړي .
  ختم_ ف _ اکرم

 

Last modified on Monday, 22 July 2019 05:22

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.