18 August 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهور ريیس غني: افغانان جمهوریت او سوله غواړي

جمهور ريیس غني: افغانان جمهوریت او سوله غواړي

کابل \باختر\ د زمري ٢٧ مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت...

جمهور ريیس غني د کابل امبولانس او روغتیايي همغږۍ مرکز کارکوونکي تقدیر کړل

جمهور ريیس غني د کابل امبولانس او روغتیايي همغږۍ مرکز کارکوونکي تقدیر کړل

کابل \باختر\ د زمري ٢٧ مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت...

  تبصـره

تبصـره

کابل / باختر\ د زمري٢٧مه خپلواکي د ملي اقتدار او امنيت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

نهه ملکي وګړي په لوګرکې شهيدان شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/باختر/ د چنګاښ٣١مه
په لوګرکې د ائتلاف ځواکونو په هوايي بريدکې تېره شپه د ماشومانو په ګډون ٩ ملکيان شهيدان شول او ٦ تنه نور ټپيان شول.
په لوګر کې د کوچيانو استازي سالم جان نعيم زوى د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې د ائتلاف ځواکونو په هوايي بريد کې د شپږو ماشومانو په ګډون ٩ ملکي وګړي د دغه ولايت د بره کي برک ولسوالۍ په دشت خاکه سيمه کې شهيدان شول او شپږ تنه نورټپيان شول.
هغه د دې پېښې په غندلو سره له دولت څخه وغوښتل چې ډېر ژر د ملکي وګړو د سر زيان مخه ونيول شي او بايد دولت د خلکو د سر او مال ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي.
له بله پلوه د بره کي برک ولسوال احمد ويس عبدالرحيمزي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د بهرنيو ځواکونو الوتکو تېره شپه ١٢ بجې د دې ولسوالۍ د دشت خاکه په کوچيانو کمپ کې پر دوو کورونو بريد وکړ چې په کې ٨ تنه شهيدان شول او ٦ تنه نور ټپيان شول.
هغه مني چې په دې پېښه کې ملکي وګړي هم وژل شوي دي، خو د هغه د شمېر په اړوند يې څه ونه ويل او زياته يې کړه چې ټپيان ټول ملکي وګړي دي چې په هغو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او د درملنې لپاره د دې ولسوالۍ د قلعه ملک روغتون ته لېږدول شوي دي. 
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې اوونۍ په بهيرکې د ائتلاف ځواکونو په هوايي بريدونوکې د لوګر په مرکزکې د درېيو ماشومانو په ګدون ١٣ ملکي وګړي شهيدان شول او ٤ تنه نور ټپيان شول.
د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاهپور احمدزي دغه هوايي بريد تائيد کړ، خو د پېښې د تلفاتو په باب يې څه و نه ويل او زياته يې کړه چې يو پلاوى د پېښې د څېړنې په موخه سيمې ته استول شوى دى.
ختم- ج – اکرم

Last modified on Monday, 22 July 2019 13:08

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.