د نشه يي توکو درې قاچاق وړونکي ونيول شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/باختر/ د چنګاښ٣١مه
د حامد کرزي د نړيوال هوايي ډګر پوليسو د نشه يي توکو يو قاچاق وړونکى ونيو.
د کورنيو چارو وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ چې نيول شوى سړى له هېواد څخه بهر ته د پنځو کيلوګرامه ښيښه ډوله نشه يي توکو په لېږدولو تورن دى.
د يو بل خبرله مخې:
د مزارشريف ښار سرحدي پوليسو دوه تنه چې هيروئين ډوله نشه يي توکي په خپل بدن کې ځاى پرځاى کړي وو او غوښتل د ازبکستان هېواد ته يې ولېږدوي؛ په حيرتانو بندرکې ونيول.
ختم- سعيده - اکرم

Last modified on Monday, 22 July 2019 13:10
back to top