په کونړکې د طالبانو د شل کسیزې ډلې د یوه قوماندان وژل کېدل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/باختر/ د چنګاښ٣١مه
د ملی امنیت د لوی ریاست ځانګړو ځواکونو، د کونړ د دانګام ولسوالۍ په سور دره کلي کې د طالبانو د تروريستی ډلې په وړاندی هدفمند عملیات تره سره کړل.
د ملي امنیت ادارې مطبوعاتي دفتر وایي چې د عملیاتو په پايله کې د طالبانو د ٢٠ کسیزې ډلې قوماندان کرامت ووژل شو او د درویش، حضرت خان او زرمحمد په نومونو درې ملګري يې ونيول شول.
له نيول شويو کسانو څخه ٩ ډول ډول وسلې، د وسايطو ضد دو ماينونه، درې آيکم مخابرې او ٣٩ کيلو ګرامه نشه يي توکي ترلاسه شوي دي.
پاى/شکريه

Last modified on Monday, 22 July 2019 13:07
back to top