06 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دولس وسله وال طالبان په فراه کې ووژل شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ د چنګاښ٣١مه
د فراه سيمه ييز مسوولين وايي چې د دغه ولايت مرکز ته څېرمه  د حيدرقلي او د سلطان مير په کليوکې د پوليسو پر پوستو د وسله والو طالبانو په بريدونوکې ١٢ وسله وال طالبان ووژل شول او ٩ نوريې ټپيان شول.  
د فراه پوليسو وياند محب الله محب باختر آژانس ته وويل چې په دې جګړه کې وسله وال طالبان د پوځيانو له سخت مقاومت سره مخ شول چې له امله يې ١٢ وسله وال طالبان ووژل شول، ٩ تنه ټپيان او نور يې وتښتيدل.
په جګړه کې څلور پوليسان شهيدان او ٧ نوريې ټپيان شول.
د يو بل خبرله مخې:
پوليسو د فراه ښار په څلورمه ناحيه کې په يو موټرسايکل کې ځاى پرځاى شوي ماين شنډ کړ.
د دغه ماين د ځاى پرځاى کولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
پاى \ج\ ذ

 

Last modified on Tuesday, 23 July 2019 04:24

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.