په فاریاب کې دوه ډار اچوونکي ووژل شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/باختر/ د زمري لومړۍ
د فاریاب په کوهستان ولسوالۍ کې له پوليسو سره په نښته کې دوه وسله طالبان ووژل شول او دوه نور یې ټپیان شول.
د فاریاب د پولیسو یوه مسوول باختر آژانس ته وویل، چې دغه نښته هغه وخت پیل شوه چی ډار اچوونکو د کوهستان ولسوالۍ مرکز ته څېرمه د پولیسو په پوسته برید وکړ.
هغه وویل، چې په نښته کې دوه ډار اچوونکي ووژل شول ،دوه نور يې ټپيان شول
او یوه اندازه جنګی وسایل د پولیسو لاس ته ورغلل.
پای\شکریه

 

back to top