19 August 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په پکتيا کې نږدې سل کيلوګرامه چرس ضبط شول

په پکتيا کې نږدې سل کيلوګرامه چرس ضبط شول

ګرديز / باختر\ د زمري٢٨مه نږدې سل کيلوګرامه چرس په پکتيا...

  بغلانيانو د کابل وروستى ځانمرګى بريد وغانده

بغلانيانو د کابل وروستى ځانمرګى بريد وغانده

پلخمري / باختر\ د زمري٢٨مه بغلانيانو په کابل ښار کې وروستى...

په بغلان کې شپږسوه کورنيو ته اوبه برابرې شوې

په بغلان کې شپږسوه کورنيو ته اوبه برابرې شوې

پلخمري / باختر د زمري٢٨مه : په بغلان کې د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د نېکمرغه لوى اختر په ورځوکې له سختو امنيتي تدبيرونوڅخه د افغانستان د خلکو هرکلى

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/باختر/ د زمري ٢١مه
د افغانستان خلکو د نېکمرغه لوى اختر په ورځوکې د سختو امنيتي تدبيرونو هرکلى وکړ.
هغوى له خپلو پوځيانو څخه په مننې سره وويل چې د هېواد په ګوټګوټ کې د هغوى په شتون سره يې په ډاډه زړه نېکمرغه لوى اختر نمانځي.
د کورنيو چارو او د ملي دفاع وزارتونو مقاماتو اعلام وکړ چې سلګونه زره پوځيان  د هېواد په لويو لارو، ګڼ مېشتو ځايونو، تفريح ځايونو، واټونو، غرونو او د غرونو په لمنو کې ځاى پرځاى شوي دي چې له يوې خوا د ډار اچوونکو د احتمالي بريدونو مخه ونيسي او له بله پلوه خلکو ته روحيه ورکړي چې په ډاډه زړه د نېکمرغه لوى اختر بختورې ورځې تېرې کړي.
د هرات يو اوسيدونکى شاهپور وايي، له دې امله چې په بېلابېلوځايونوکې خپل پوځيان ويني، خوښي څرګندوي.
هغه وويل: پوځيان په ښه توګه په دې بريالي شوي دي چې د نېکمرغه لوى اختر په مبارکو ورځوکې د خلکو امنيت تامين کړي.
د کابل اوسيدونکي حسين شهرام باختر آژانس ته وويل، کله چې ويني پوځيان د دوى د خوشحالۍ لپاره شپه او ورځ په تګ راتګ کې دي، د وياړ احساس کوي.
هغه د افغانستان له خلکو څخه وغوښتل چې د خپلو ساتونکو ملاتړ وکړي.
په همدې حال کې د هېواد په ګوټګوټ کې ځينې امنيتي سرچينې وايي چې پوځيان په دې بريالي شوي دي چې د نېکمرغه لوى اختر په ورځوکې پر هېوادوالو د ډار اچوونکو لسګونه بريدونه شنډ کړي.
جګپوړو پوځي او امنيتي مقاماتو ويلي دي چې امنيتي تدبيرونه د نېکمرغه لوى اختر تر پاى ته رسېدو پورې هماغه شان پرځاى دي او هېوادوال کولاى شي په ډاډه زړه  د نېکمرغه لوى اختر ورځې ونمانحي.
ختم- ف- اکرم

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.