په غزني کې د اتلسو وسله والو طالبانو وژل کيدل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / باختر / د زمري ۲۶ مه
اتلس وسله وال طالبان تېره شپه په غزني کې ووژل شول او لس نور ټپيان شول.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري باختراژانس ته وويل، چې دغه وسله وال طالبان د غزني د مرکز، قره باغ او ده يک ولسواليو په مربوطاتو کې وژل شوي دي.
د يوبل خبرله مخې، د غزني د مرکز د روضې غاښي په واټ کې د ماين په چاودنه کې يو ملکي وګړى ټپي شوى دى.
ختم_عطاالله _ اکرم


 

back to top