په بغلان کې د دوو طالبانو نيول کېدل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

پلخمري / باختر\ د زمري٢٦مه
د بغلان پوليسو نن دوه طالبان ونيول.
د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند احمد جاويد بشارت باختراژانس ته وويل، چې د دغه ولايت د نهرين ولسوالۍ اوسيدونکى ملا فيض الله  کله يې چې غوښتل د پلخمري ښار په  مربوطاتو کې ماين ځاى پرځاى کړي ونيول شو او د ډنډ غوري د خدرخېلو د کلي اوسيدونکى عبدالشکور چې د ډنډ غوري او ډنډ شهاب الدين په ساحو کې يې ځانمرګي بريدونه او ورانکاري فعاليتونه ترسره کول د بغلان د امنيې قوماندانۍ له تروريزم سره د مبارزې د مديريت د منسوبانو د خاصو عملياتو په پايله کې ونيول شو.
سرچينې زياته کړه، چې له دغو کسانو څخه يوه اندازه جنګي وسايل او دوه موټر سايکلونه هم ترلاسه شوي دي.
پاى \ ذ \

 

Last modified on Saturday, 17 August 2019 13:19
back to top