20 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دفراه له مرکز څخه ديو تروريست نيول کيدل

شبرغان / باختر/ د وږي٢٩مه : د فراه پوليسو تيره...

د شبرغان- مزارشريف لويه لاره د ترافيکو پرمخ خلاصه شوه

شبرغان / باختر/ د وږي٢٩مه : د شبرغان- مزارشريف لويه...

په ننګرهار کې دملکي وګړو دتلفاتو په اړوند ضد ونقيض ادعاوې

جلال آباد / باختر/ د وږي٢٩مه : په ننګرهارکې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د ډار اچوونکو له شتون څخه د فراه د بالابلوک ولسوالۍ پاکېدل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باختر\ د زمري ٢٧مه
د پوځيانو په هغو عملياتو کې چې له دوو ورځو راپدېخوا  د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې  ترسره شوي، پکې درې وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.
د فراه د امنيې قوماندانۍ وياند محب الله محب  باختراژانس ته وويل، دغه عمليات  چې د بالابلوک ولسوالۍ په نا امنو سيمو کې ترسره شول پکې درې وسله وال طالبان وژل شوي، څلور نور ټپيان شوي او د دغې ولسوالۍ ټول کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شوي دي.
هغه زياته کړه، په عملياتو کې د طالبانو څو سنګرونه هم ويجاړ شوي دي او د دوى يوه اندازه جنګي وسايل د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د يادونې وړ ده چې د تېرې يوې مياشتې په بهير کې  په فراه کې د پوځيانو په ځمکنيو او هوايي عملياتو کې په سلګونو وسله وال طالبان وژل شوي او يوشمېر نور يې ټپيان شوي دي.
ختم _ عطاالله _ اکرم


 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.