19 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په ننګرهار کې دوه داعشیان ووژل شول

کابل/باختر/ د وږي ۲۸ مه د ننګرهار د اچین ولسوالۍ په...

د زابل په موټر بم بریدکې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښت

قلات/باختر/ د وږي ۲۸ مه نن سهار شاوخو پنځه نیمې بجې...

تبصره

کابل باختر دوږي ٢٨مه : ډار اچوونکي بريدونه نه شي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په پکتیکا کې اته وسله وال طالبان ونيول شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

ښرنه\باختر\ د زمري ٢٨ مه
د پکتیکا د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي چې له تېرې یوې اوونۍ را پدېخوا د مرکز ښرنې په ګډون په یو شمېر ولسوالیو کې په بېلابېلو عملیاتو کې اته وسله وال طالبان نيول شوي دي.
د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر مسعود بابکر خېل د باختر اژانس سيمه ييز خبريال ته ويلي چې دغه کسان یې په بېلابېلو عملیاتو کې په تېره یوه اوونۍ کې نیولي دي.
هغه زیاته کړه چې د عملیاتو پرمهال یې یو تن غل هم له یوه موټرسایکل سره یو ځای نیولی دی.
په ورته مهال د پکتیکا د امنیې قومندانۍ ویاند شاه محمد ارین وايي چې په نیول شویو کسانو یو کس چې مخکې یې په سيمه ييزو پولیسو کې دنده لرله او وروسته طالبانو ته تسلیم شوی و او د دولت پر ضد یې کړنې ترسره کولې، هم نیول شوی دی.
له نیول شويو کسانو څخه یو تن له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې له وسله والو طالبانو سره یې اړیکه لرله او د هغوی له خوا ورته یو چسپکي ماین ورکړل شوی و، تر څو نظامي کسان پرې په نښه کړي.
هغه وایي چې دی د پاکستان هېواد په کوټه ښار کې روزل شوی دی.
پاى\وصال  

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.