19 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

بغلانيانو د کابل وروستى ځانمرګى بريد وغانده

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

پلخمري / باختر\ د زمري٢٨مه
بغلانيانو په کابل ښار کې وروستى ځانمرګى بريد نن د قران عظيم الشان د ختم په کولو سره وغانده.
د باخترآژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې، د بغلان ملکي او پوځي مسوولانو، عالمانو، قومي مشرانو، مدني فعالانو او د پلخمري ښاريو شمېراوسيدونکو د ختم په کولو سره د کابل ښار د شهر دوبۍ په هوټل کې د تروريستي  بريد د شهيدانو پاک روح ته دعا  وکړه او د پېښې د قربانيانو پاتې  کورنيو  ته يې د خداى (ج ) له دربارڅخه صبر او ټپيانو ته يې د عاجلې روغتيا هيله وکړه.
په مراسمو کې وينا والو دغه راز د هېواد د دښمنانو دغه غيرانساني اوغيراسلامي عمل په  وړاندې خپله  کرکه اونفرت څرګند کړ .                                             پاى \ ذ \

 

Last modified on Monday, 19 August 2019 12:01

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.