17 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

پنځه تنه په فراه کې د ماین په چاودنه کې ووژل شول

پنځه تنه په فراه کې د ماین په چاودنه کې ووژل شول

فراه /باختر /دوږی ۲۵ په فراه کې پنځه تنه د ښخ...

اووه طالبان په فاریاب کې ووژل شول

اووه طالبان په فاریاب کې ووژل شول

کابل/ باختر/ د وږي٢٥مه د درېيو سیمه ییزو قوماندانانو په ګډون...

په میدان وردګو کې د طالبانو یو قوماندان ووژل شو

په میدان وردګو کې د طالبانو یو قوماندان ووژل شو

کابل/ باختر/ د وږي٢٥مه د طالبانو یو قوماندان تېره شپه په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په بغلان کې د يو ماشوم مړى وموندل شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باختر\ د زمري ٣١مه
انسان تښتوونکو يوماشوم په بغلان کې وواژه.
د باختراژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې، يو لس کلن ماشوم چې يوه مياشتې مخکې په نهرين ولسوالۍ کې تښتول شوى و پرون يې مړى موندل شوى او کورنۍ ته يې سپارل شوى دى.
لس کلن ياسر د نهرين ولسوالۍ د زاړه ښار د مسجد شريف له کلي ناپېژاندو وسله والو کسانو تښتولى و .
د نهرين ولسوال فضل الدين مرادي باختر اژانس ته وويل، چې انسان تښتوونکو د دغه ماشوم له کورنۍ  څخه شپږ سوه زره افغانۍ غوښتې وې، خو پلار يې د دومره پيسو توان نه درلود، نو ځکه يې لس کلن ياسر په بې رحمانه ډول وواژه.
د ماشوم کورنۍ له حکومت څخه غواړي  چې د پېښې  عاملين  وپېژني او په مجازاتو يې محکوم کړي .
په ورته وخت کې د بغلان پوليس وايي چې د ماشوم د قاتلانو د پېژندنې او نيولو لپاره يې هڅې پيل کړي دي.
  ختم_ عطاالله _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.