په کندز کې يو ملي پوليس درې وسله وال مخالفين ووژل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ د وږي لومړۍ
د  ملي پوليسو يو سرتېرى پرون په کندز کې درې وسله وال مخالفين په ډزو  سره ووژل.
د کندز د امنيې قوماندانۍ وياند سيد سرور حسيني د باختر آژانس خبريال ته وويل: د ملي پوليسو يو سرتېرى دغه درې وسله وال مخالفين د کندز ښار د مرکز خان آباد بندر په سيدآباد کوڅه کې په ډزو سره ووژل.
دغه پېښه له هغه وروسته رامنځته شوه چې په يو ويتس ډوله موټرکې سپاره درېيو وسله والو مخالفينو يو امنيتي ګارد شهيد کړ او غوښتل يې د شهيد شوي ګارد وسله له ځانه سره يوسي چې د ملي پوليسو يو سرتېرى پرې ډزې وکړې او درې واړه يې ووژل.
هغه زياته کړه: له دغو وسله والو مخالفينو څخه له شپږو شارژورونو سره دوه تومانچې هم ترلاسه شوې دي .
پاى \ ذ

 

back to top