په غزني کې د٢١وسله والو طالبانو وژل کېدل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / باختر/ د وږي لومړۍ
يوويشت وسله وال طالبان تېره شپه په غزني کې ووژل شول.
د غزني د والي وياند محمدعارف نوري د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه وسله وال طالبان د دغه ولايت د مرکز په مربوطاتو او په اندړو ولسوالۍ کې د خاصو قطعاتو په ځانګړي عملياتوکې ووژل شول.
په وژل شويوکې د وسله والو طالبانو د اقتصادي کمېسيون تش په نامه مسوول، په سيف الجهاد مشهور صبغت هم شامل دى.
هغه زياته کړه: په عملياتوکې د وسله والو طالبانو اته موټر سايکلونه او څو جنګي وسايل هم له منځه وړل شوي دي.
پاى \ ذ


 

back to top