په فارياب کې چاودنه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

ميمنه / باختر/ د وږي لومړۍ
په فارياب کې پرون د وسله والو طالبانو د يوه ښخ کړاى شوي ماين په چاودنه کې يو ماشوم ووژل شو او پنځه نور يې ټپيان شول.
د فارياب د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالکريم يورش د باختر آژانس خبريال ته وويل: د فارياب د پښتون کوټ ولسوالۍ په شاه نظيرسيمه کې د وسله والو طالبانو د يوه ښخ کړاى شوي ماين په چاودنه کې يو ماشوم ووژل شو او پنځه نور يې ټپيان شول.
يورش زياته کړه: پېښه هغه وخت رامنځته شوه چې ماشومان په لوبې بوخت وو.
پاى \ ذ

 

back to top