په ننګرهارکې د څو سپکو وسلو او مهماتو ترلاسه کول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ د وږي لومړۍ
د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې ۹ سپکې وسلې او څو مهمات ترلاسه شوي دي.
د۲۰۱ سېلاب قول اردو د رسنیو دفتر د يوې خبرپاڼې په استولو سره باختر آژانس ته ويلي دي چې ګډو ملي دفاعي امنیتی ځواکونو پرون د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ په خوش ګنبد سیمه کې چاڼیزعملیات ترسره کړل چې په پايله کې ۲ کلاشینکوفونه،  ۷  تومانچې، يو دوربین، ۳۰ مرمۍ او یوه اندازه تجهیزات ترلاسه شول.
دغه عملیات په بریالیتوب سره پای ته ورسېدلي او ترلاسه شوې وسلې، مهمات او تجهیزات د ملي امنیت منسوبانو ته سپارل شوی دي.
پاى / ذ

 

 

Last modified on Saturday, 24 August 2019 04:26
back to top