23 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په قندهار کې د طالبانو پر مرکزونو د پوځيانو مرګاني بريدونه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باختر\ د وږي ٢مه
په قندهار کې د طالبانو پر مرکزونو د پوځيانو په مرګانيو بريدونو کې اووه وسله وال طالبان ووژل شول او درې نور ټپيان شول.
  په دغو ځمکنيواو هوايي بريدونوکې د طالبانو يوولس مرکزونه له ټولو جنګي تجهيزاتو سره يې  دړې وړې شوي دي .
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو  يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل، چې په دغو بريدونوکې اووه وسله وال طالبان ووژل شوي او د هغوى يوولس مرکزونه دړې وړې شوي دي .
هغه وويل، چې د طالبانو دغه مرکزونه د قندهارښار او د ميوند ولسوالۍ په شاوخوا کې وو.
ويل کېږي  چې په دغو بريدونو کې پوځيانو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي، چې په قندهار کې د کابو لسو چاودنو د رامنځته کېدو مخه نيول شوې ده.
امنيتي مامورينو نن سهار د دغه ولايت  په ګڼ مېشتو لارو کې لس ماينونه  کشف او شنډ کړي دي .
که څه هم د ماين ښخولو په اړوند څوک نه دى نيول شوى، خو په قندهار کې سيمه ييزې سرچينې وسله وال طالبان د ماين ښخول مسوول بولي.
  ختم- ف _ اکرم

Last modified on Sunday, 25 August 2019 04:37

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.