19 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په ننګرهار کې دوه داعشیان ووژل شول

کابل/باختر/ د وږي ۲۸ مه د ننګرهار د اچین ولسوالۍ په...

د زابل په موټر بم بریدکې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښت

قلات/باختر/ د وږي ۲۸ مه نن سهار شاوخو پنځه نیمې بجې...

تبصره

کابل باختر دوږي ٢٨مه : ډار اچوونکي بريدونه نه شي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په غزني کې د طالبانو د راډيويي خپرونو دستګاه له منځه يوړل شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل\ باختر \ د وږي ٣ مه
د وسله والو طالبانو د راډيويي خپرونو يوه دستګاه تېره شپه په غزني کې له منځه يوړل شوه.
د ٢٠٣ تندر قول اردو د مطبوعاتي دفتر سرپرست ايمل مومند باختر آژانس ته وويل چې د وسله والو طالبانو د خپرونو دغه دستګاه د غزني د خواجه عمري ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ائتلاف ځواکونو په هوايي بريد کې له منځه يوړل شوه.
څه موده مخکې هم د غزني په زنخان ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د راډيويي خپرونو يوه دستګاه له منځه وړل شوې وه.
د يو بل خبرله مخې:
د غزني په مرکز او د قره باغ ولسوالى په مربوطاتوکې د ائتلاف ځواکونو په هوايي بريدکې ١٠ وسله وال طالبان ووژل شول او ٩ نوريې ټپيان شول او د دښمن يو فولډر موټر هم ويجاړ شوى دى.
ختم- شکريه - اکرم

 

Last modified on Sunday, 25 August 2019 12:55

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.