بغلان ته د ټولو غځيدلو لويو لارو امنيت تامين شوى دى

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/باختر/ د وږي٢۳ مه
د بغلان ټولې لويې لارې د پوځيانو د ګډو چاڼيزو عملياتو په پایله کې پرانیستل شوې دي.
د ملي دفاع وزارت درستيزوال او د هوايي ځواکونو مرستيال ډګرجنرال محمد شعيب پيلوټ پرون په بغلان کې په يوه خبري کنفرانس کې رسنيو ته وويل چې تېره شپه د پغلان په نا امنو او زيانمنونکو سيموکې د چاڼيزوعملياتو په پایله کې د پلخمري - کندز او پلخمري - دوشي په ګډون ټولې لويې لارې د طالبانو له شتون څخه پاکې شوې دي، څه دپاسه ۵۰ دښمنان وژل شوي او ۶۸ يې ټپيان شوي او نور يې غرونو ته تښتېدلي دي.
هغه زياته کړه چې په عملياتوکې ټول هغه ماينونه چې وسله والو طالبانو په دغو لويو لاروکې ښخ کړي وو او دوه بمي موټرونه کشف او شنډ کړاى شوي، خنډونه له منځه وړل شوي او د دښمن د سوق او ادارې ۸ سيمې هم ويجاړې شوې دي.
هغه زياته کړه: پر دې د مخکنیو پوستو په ټينګښت سربېره، دپلخمري - دوشي او پلخمري - کندز دلويو لارو په اوږدو کې ۱۶ نوي امنيتي پوستې جوړې شوې دي او اوس په دغو لويو لاروکې د وسايطو دتګ راتګ لپاره امنيتي شرايط برابر شوي دي.
په کنفرانس کې د طالبانو په ځپلوکې د خلکو رول مهم وبلل شو او له پوځيانو څخه په خپل وخت د بغلانيانو همکاري او ملاتړ ستايل شوي دي. 
په دغه خبري کنفرانس کې د کورنيو چارو وزارت د ستر امنيتي معينيت لومړي مرستيال، دځانګړو عملياتو دقول اردو قوماندان او د ملي امنيت د لوى رياست استازي هم ګډون کړی و او په بغلان کې د دښمن پر سنګرونو د بريدونو پر زياتوالي ټينګار وشو.
ختم- ج - اکرم


 

back to top