د لښکر طيبه د استخباراتو يو مهم غړى په افغانستان کې ونيول شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/باختر/ د وږي٢۳ مه
د پاکستان د لښکر طيبه تروريستي ډلې د استخباراتو يو مهم غړى په ننګرهارکې  ونيول شو.
امنيتي ځواکونو ملا ابرار په روداتو ولسوالۍ کې له پېژندلو وروسته کله يې چې غوښتل مقاومت وکړي؛ په ډزو سره ټپي کړ او و يې نيو.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي وويل چې ملا ابرار په ننګرهارکې د نويو ډار اچوونکو بريدونو په سازمان ورکولو بوخت و.
هغه د امنيتي ځواکونو په لومړنيو تحقيقاتوکې د طالبانو په ډله کې په غړيتوب او په ننګرهارکې د لسګونو ډار اچوونکو بريدونو په سازمان ورکولو اعتراف کړى دى.
ختم- ج - اکرم

 

back to top