25 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په پکتیکا کې ۱۱ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل/ د تلې ۴مه/ باختر طالبانو نن د یوسفخیلو ولسوالۍ...

 جمهوررئیس محمد اشرف غني او د پاکستان لومړي وزير ټليفوني خبرې وکړې

جمهوررئیس محمد اشرف غني او د پاکستان لومړي وزير ټليفوني خبرې وکړې

کابل/ د تلې ۴مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوريت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په غزني کې د طالبانو د ماين جوړولو يوه کارخانه ويجاړه شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/باختر/ د وږي٢۳ مه
پوځيانو د غزني ولايت په مقر ولسوالۍ کې په عملياتو کې د وسله والو طالبانو د ماين جوړولو يوه کارخانه او جنګي وسايل له منځه يوړل.
په عملياتوکې ١٨ وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.
د  ٢٠٣ تندر قول اردو د مطبوعاتي دفتر سرپرست ايمل مومند باختر آژانس ته وويل  چې د پوځيانو دغه عمليات د غزني ولايت د مقر ولسوالۍ په زرداد کلي کې د ائتلاف هوايي حواکونو په ملاتړ وشول چې په پايله کې د وسله والو طالبانو د زياتو جنګي وسايلو په ګډون د هغوى د ماين جوړولو يوه کارخانه له منځه وړل شوې ده او ١٨ طالبان هم وژل شوي دي.
هغه زياته کړه چې په عملياتوکې ١٦٠ ماينونه، يو زرو ٥٠٠ کيلوګرامه چاوديدونکي توکي، ٢٦ موټرسايکلونه، يو فولډر موټر، پنځه کلاشينکوفونه، دوه پيکا ماشينګڼې، يو توغندى ويشتوونکى، د توغندي ويشتوونکي ١٥ ماينونه، د داشکې ٥٠٠ ګولۍ، دپيکا  ١٠ زره ګولۍ، ٢٠ جوړې پوځي جامې او پنځه مخابرې له منځه وړل شوې دي.
د يو بل خبر له مخې:
د غزني د والي وياند وايي چې درې وسله وال طالبان تېره شپه د دغه ولايت د اندړو ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ائتلاف هوايي ځواکونو په بريدکې ووژل شول.
ختم-ج – اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.