28 January 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

وسله والو په کابل کې د سیمه ييزې اردو قوماندان ترور کړ

وسله والو په کابل کې د سیمه ييزې اردو قوماندان ترور کړ

کابل/ د سلواغې ٨ مه/ باختر وسله والو نن د کابل...

شپږ وسله وال طالبان د هېواد په جنوب کې ونیول شول

شپږ وسله وال طالبان د هېواد په جنوب کې ونیول شول

کابل/ د سلواغې ٨ مه/ باختر د قندها د امنیې قوماندانۍ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ينګي قلعه ولسوالۍ ونيول شوه او ٣٦ طالبان ووژل شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/باختر/ د وږي ۲۳ مه
پوځيانو نن د تخار د ينګي قلعه ولسوالۍ ونيوله.
د تخار د والي وياند جواد هجري باختر آژانس ته وويل: دغه ولسوالۍ چې څلور ورځې مخکې وسله والو طالبانو نيولې وه؛ د هغو عملياتو په پايله کې چې پرون د امنيتي او دفاعي ځواکونو په ګډون ترسره شول؛ بېرته ونيول شوه.
هجري زياته کړه: په عملياتوکې د وسله والو طالبانو د شپږو قوماندانانو په ګډون چې هويت يې تر اوسه نه دى افشا شوى؛ ٣٦ وسله وال طالبان وژل شوي او لسګونه نور يې ټپيان شوي دي.
خبرځاى زياته کړه چې دغه عمليات د وسله والو طالبانو له شتون څخه د درقد ولسوالۍ تر بشپړ پاکولو پورې دوام  کوي او پوځيان د درقد عملياتو د پيلولو لپاره چمتو دي.
ويل کېږي اوس د ينګي قلعه ولسوالۍ امنيتي حالت ښه دى او خلک بېرته خپلو کورونو ته ستنيږي.
پاى  \ ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.