د هېواد په ختیځ کې چاڼیز عملیات پیل شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/باختر/ د وږي ۲۴ مه
ګډو افغان ځواکونو د کونړ د غازي آباد ولسوالۍ په بېلا بېلو سیمو کې چاڼیز عملیات پیل کړل.
د ۲۰۱ سیلاب قول اردو ویاند محمد هارون یوسفزي باختر اژانس ته وویل چې، یاد عملیات د وسله والو د ځپلو او د جمهوري ریاست انتخاباتو ته د زمینې برابرولو په موخه پیل شوي دي.
پای/وصال


 

back to top