په فارياب کې طالبانو ته د سر زيان واوښت .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دوږي ٢٤مه :
نهه وسله وال طالبان تېره شپه په فارياب کې په هوايي بريد کې ووژل شول
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي باختراژانس ته وويل  چې دغه وسله وال طالبان دهېواد دهوايي ځواکونو په  بريد کې چې دفارياب  دګرزيوان ولسوالۍ د دره شاخ په سيمه کې دطالبانو په يو تعليمي مرکز ترسره شو ،  ووژل شول .
په وژل شويو کسانو کې  دحنظله په مستعار نامه  يو پاکستانى ښوونکى او دملا امان الله په نامه يو هلمندى ښوونکى هم شامل دى .
  هغه زياته کړه : په دې بريد کې  دوسله والو طالبانو  ددوو تنو کليدي کسانو قاري سنت الله او ملا رحمت په ګډون دولس تنه نور طالبان  ټپيان شول .
  ختم_ج _ اکرم

back to top