17 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دقندهار _ هرات په لويه لاره کې مرګانى ترافيکي پېښه

دقندهار _ هرات په لويه لاره کې مرګانى ترافيکي پېښه

-کابل / دتلي ٢٥مه / باختر : دقندهار – هرات ...

دپلخمري – ايبکو په لويه لاره کې دناامنۍ عامل ونيول شو .

دپلخمري – ايبکو په لويه لاره کې دناامنۍ عامل ونيول شو .

-کابل / دتلي ٢٥مه / باختر : دطالبانو دډلې يومشهور...

دسرې مياشتې  مخصوصه اوونۍ په لوګر کې ونمانځل شوه .

دسرې مياشتې مخصوصه اوونۍ په لوګر کې ونمانځل شوه .

-کابل / دتلي ٢٥مه / باختر : دافغاني سرې مياشتې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په کونړ کې د شهیدانو له وارثینو او ټپیانو سره مرسته وشوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ د وږي ۲۵ مه
په کونړکې د ۳۴ شهیدانو پر وارثینو او  ۷۸ ټپيانو باندې نغدي مرسته ووېشل شوه.
ځايي چارواکي وايي چې په مرسته کې د هر شهید کورنۍ ته ١٠٠ زره افغانۍ او ټپي ته ٥٠ زره افغانۍ ورکړل شوې.
د کونړ والي عبدالستار میرزکوال د باختر آژانس سیمه ییزخبریال ته وویل چې په شهیدانو کې زیات شمېر هغه سرتېري شامل دي چې د افغان ځواکونو په لیکو کې يې خپل ژوند له هېواد او خلکو څخه د دفاع په لاره کې قرباني کړی دی.
والي وایي: په ټپیانو او شهیدانوکې هغه ولسي وګړي هم شته چې د وسله والو طالبانو په توغول شویو هاوانونو او په لاروکې د ځای پر ځای شویو ماینونو چاودنه کې شهيدان شوي او یا هم د بدن غړي يې له لاسه ورکړي دي.
بسمینه چې د ماڼوګي ولسوالۍ د قندهارو کلي اوسېدونکې ده وايي: په خپل کې له ورور سره ناسته وه چې د مخالفينو د هاوان ګولۍ راغله او د کور په منځ کې يې ولګېده چې له امله يې دواړه ټپیان شول.
دوی له حکومت څخه په دې خوښ دي چې وسله وال مخالفين يې پر کورونو ګولۍ راولې،کورونه یې ورته ورانوي او د دوی ژوند له ګواښ سره مخ کوي، خو حکومت ورسره مرستې کوي.
پای/وصال

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.