17 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دقندهار _ هرات په لويه لاره کې مرګانى ترافيکي پېښه

دقندهار _ هرات په لويه لاره کې مرګانى ترافيکي پېښه

-کابل / دتلي ٢٥مه / باختر : دقندهار – هرات ...

دپلخمري – ايبکو په لويه لاره کې دناامنۍ عامل ونيول شو .

دپلخمري – ايبکو په لويه لاره کې دناامنۍ عامل ونيول شو .

-کابل / دتلي ٢٥مه / باختر : دطالبانو دډلې يومشهور...

دسرې مياشتې  مخصوصه اوونۍ په لوګر کې ونمانځل شوه .

دسرې مياشتې مخصوصه اوونۍ په لوګر کې ونمانځل شوه .

-کابل / دتلي ٢٥مه / باختر : دافغاني سرې مياشتې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د کلکانو لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال په کابل ښارکې ونيول شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ د وږي٢٥مه 
د کابل ولايت د کلکانو ولسوالۍ لپاره د طالبانو د تروريستي ډلې ولسوال سردارمحمد له خپلو درېيو همکارانو سره د کابل ښار د اتمې ناحيې په مربوطاتوکې ونيول شو.
د ملي امنيت ادارې مطبوعاتي دفتر نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ليکلي دي: د کابل ولايت د کلکانو لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال په ملا سردار مشهور سردار محمد، د شېرپادشاه، ملک او حسيب الله په نومونو له درېيو ملګرو سره يې د کابل ښار د اتمې ناحيې په مربوطاتوکې ونيول شو.
پر هغه باندې د ورانکارو او تروريستي فعاليتونو، د بګرام پر هوايي ډګر د توغندي د توغولو، شوکمارى او د خلکو د ځورونې تورونه لګول شوي دي.
ملا سردار له هغه وروسته چې څو کاله د کابل ولايت د ميربچه کوټ ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال و؛ پېښور ته وغوښتل شو چې د طالبانو د مشرتابه پلاوي په لارښوونه د تروريستي بريدونو د زياتولو د لارښوونې له ترلاسه کولو وروسته د کابل ولايت د کلکانو ولسوالۍ ته نومول شوى ولسوال وټاکل شو او کابل ته واستول شو.
پاى \ ذ

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.