17 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

له قطر سره د لوبې لپاره د افغانستان د فوټبال ملي ټيم تمرينونونه پيل کړل

کابل/ د لړم ٢٦مه/ باختر د افغانستان د فوټبال ملي ټيم...

د ننګرهار د کرنې رييس په يوه ترافيکي پېښه کې ووژل شو

کابل/ د لړم ٢٦مه/ باختر د ننګرهار د کرنې او اوبو...

د اتل قول اردو قوماندان: طالبان د زابل په شاه جوى کې ماتې خوړلې ده

کابل/ د لړم ٢٦مه/ باختر د اتل قول اردو قوماندان وايي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دلسو پاکستاني اتباعو په ګډون ٣٥ وسله وال طالبان په غزني کې ووژل شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د وږي ٢٦مه :
دلسو پاکستاني اتباعو په ګډون  ٣٥ وسله وال طالبان تېره شپه په غزني کې ووژل شول .
دغزني دوالي وياند محمد عارف نوري باختراژانس ته وويل چې، دغزني مرکز ته څيرمه په  منګور ، قره باغي ، کلاغج  په سيمو کې  دملي امنيت د ٧٠٣ خاصو قطعاتو په عملياتو کې دلسو پاکستاني اتباعو په ګډون  ٣٥ وسله وال طالبان ووژل شول .
په وژل شويو کسانو کې په خاکسار مشهور محمد طاهر او ملا عمر خالد په نومونو دوسله والو طالبانو دوه سيمه ييز قوماندانان او دطالبانو دمالي برخې مسوول ملا همت او دجلب جذب مسوول  ملنګ هم شامل دي
هغه زياته کړه چې، په دغو عملياتو کې دطالبانو دولس کلاشينکوفونه  ، دوه توغندي ، يوه پيکا او يوه درازنوف ترلاسه شوي دي .
هغه زياته کړه چې په دغو ساحو کې عمليات په برياليتوب سره دوام لري .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.