د هېواد په جنوب کې د څو چاودنو مخه ونيول شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/باختر/ د وږي ۲٧مه
امنيتي ځواکونو نن سهار ٢٠ ماينونه د قندهار، روزګان، زابل او هلمند له ګڼ مېشتو لارو څخه  کشف او شنډ کړل.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په استولو سره ليکلي دي چې دغه ماينونه د سيمې د خلکو په همکارۍ کشف او شنډ کړاى شول.
تر اوسه د دغو ماين ښخونو مسووليت هېچا نه دى منلى. خو پوځي خبرځايونه وسله وال طالبان يې عاملين بولي.
ختم-ج - اکرم

back to top