17 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دقندهار _ هرات په لويه لاره کې مرګانى ترافيکي پېښه

دقندهار _ هرات په لويه لاره کې مرګانى ترافيکي پېښه

-کابل / دتلي ٢٥مه / باختر : دقندهار – هرات ...

دپلخمري – ايبکو په لويه لاره کې دناامنۍ عامل ونيول شو .

دپلخمري – ايبکو په لويه لاره کې دناامنۍ عامل ونيول شو .

-کابل / دتلي ٢٥مه / باختر : دطالبانو دډلې يومشهور...

دسرې مياشتې  مخصوصه اوونۍ په لوګر کې ونمانځل شوه .

دسرې مياشتې مخصوصه اوونۍ په لوګر کې ونمانځل شوه .

-کابل / دتلي ٢٥مه / باختر : دافغاني سرې مياشتې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

انتخابات او امنیتي ګواښونه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ د وږي ۲٧ مه
د جمهوري ریاست راتلونکي انتخابات له ګڼو ګواښونو سره مخ دي، خو تر ټولو ستر ګواښ له امنیتي اړخه دی.
د باختر آژانس سیاسي مفسر دغه ګواښ ته کتنه کړې ده او لیکلي یې دي:
شک نشته چې د هېواد امنیتي حالت خورا کړکېچن دی. وسله والو مخالفانو لا له وړاندې ګواښ کړی و چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو د ګډوډلو لپاره خپل ټول واک او ځواک کاروي.
د هېواد په ګڼو سیمو کې د وسله والو مخالفانو وروستی چټک پوځي خوځښت له همدغه ګواښ سره تړاو لري. یوشمېر کاندیدانو د امنیتي ګواښونو له امله و نه شوای کولای د هېواد ولایتونو او ولسوالیو ته سفر وکړي او ټاکنیزې منډې ترړې ووهي.
د ګڼو کاندیدانو انتخاباتي کمپاینونه یوازې د کابل په تالارونو کې وو او بس. د خلکو یوه نیوکه هم دا ده چې ولې کاندیدانو ټاکنیز کمپاین و نه کړ او خپل پروګرامونه یې لکه څنګه چې لازمه وه؛ هغسې خلکو ته تشریح نه کړل؟
اوس انتخاباتو ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي. ټولې امنیتي ادارې باید خپل اصلي پام د انتخاباتو امنیت ته واړوي. منو چې د هېواد امنیتي ادارو د انتخاباتو لپاره پراخ او هراړخیز امنیتي پلان جوړ کړی دی، خو د وروستیو پوځي پرمختیاوو او همدارنګه د سولې د خبرو درېدو ته په پام باید دغه امنیتي پلان ته نوې کتنه وشي.
اوس باید دغو امنیتي مسئلو ته پام واړول شي: د انتخاباتي کمپاینونو امنیت، د انتخاباتي حساسو او عادي موادو خوندیتوب، د رای ورکولو د محلونو او مرکزونو امنیت او د انتخاباتو په ورځ په ټول هېواد کې د کلکو امنیتي تدبیرونو نیول. تر ټولو لومړی باید د انتخاباتي کمپاینونه که څه هم نور پای ته  نږدې شوي دي، امنیت ته جدي پاملرنه وشي. پرون په پروان کې د دولت سازي ټیم پر کمپایني غونډې برید په دې اړه اندېښنې ډېرې کړې. د ټولو انتخاباتي ډلو د کمپاینونو مسوولین باید خپل پروګرامونه له امنیتي مسوولینو سره شریک کړي، د هغوی مسلکي نظر ته غوږ ونیسي او بیا د غونډې د جوړولو په اړه پرېکړه وکړي.
کله چې د دغه یا هغه انتخاباتي ټیم د غونډې په اړه خبرې کېږي، نو دلته یوازې د یوه او بل کاندید لپاره د کمپاین موضوع مطرح نه ده، بلکې په ټوله کې پر انتخاباتو د خلکو د باور موضوع مطرح ده. که د انتخاباتي غونډو امنیت خوندي نه وي، نو له خلکو سره   د خپل ژوند او روغتیا په اړه اندېښنې راټوکېږي او په ډاډه زړه نه په کمپاین کې ګډون کوي او نه هم په رای ورکولو کې.
بله موضوع د حساسو او عادي انتخاباتي موادو خوندیتوب دی.
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویلي دي چې ولایتونو ته دغه مواد لېږدول شوي دي او اوس د ولسوالیو مرکزونو ته دهغوی د لېږد بهیر پيل شوی دی.
په پخوانیو تر سره شویو انتخاباتو کې به تل داسې رپوټونه خپرېدل چې انتخاباتي توکي لکه د رای ورکولو پاڼې او نور ورک شوي دي. د دغو موادو تری تم کېدل له خلکو سره اندېښنې او شکونه راپورته کوي او د انتخاباتو پر بهیر د خلکو باور ته زیان رسوي.
دغه راز د انتخاباتي محلونو او مرکزونو امنیت ته باید سره له همدا اوسه جدي پاملرنه وشي. دا محلونه او مرکزونه تثبیت شوي دي او ښایي دښمن له فرصته ګټه واخلي او هلته سر له همدا اوسه خپل تخریبي پلانونه تر لاس لاندې ونیسي.
په پای کې د انتخاباتو په ورځ په ټول هېواد کې د ډاډمن امنیت خوندي کول هم د انتخاباتو د ترسره کولو او هم د انتخاباتو د شفافیت لپاره ستر ارزښت لري.
د خلکو هیله او غوښتنه دا ده چې د ډاډمن امنیت په فضا کې د رای ورکولو مرکزونو ته لاړ شي او د خپلې خوښې وړ کاندید ته رایه ورکړي.
پای/ ن. ش

Last modified on Thursday, 19 September 2019 03:49

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.