په غزني کې د٧ وسله والو طالبانو وژل کېدل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

غزني/ باختر/ د وږي٢٨مه : 
اووه وسله وال طالبان تېره شپه په غزني کې ووژل شول.
د ٢٠٣ تندرقول اردو د مطبوعاتي دفتر سرپرست ايمل مومند د باختراژانس خبريال             ته وويل : دغه وسله وال طالبان  دغزني  ولايت  د قره باغ  او آب بند ولسواليو په مربوطاتو کې د ايتلاف دځواکونو په هوايي بريد کې  ووژل شول.
په دې بريد کې د دښمن يو موټر او يوشمېر جنګي وسايل له منځه يووړل شول .
د يوبل خبرله مخې ؛ په دغو عملياتو کې چې د کوماندو ځواکونو له خوا د ده يک ولسوالۍ د لغوات او دغزني مرکز په منګورسيمو کې ترسره شول پنځه وسله وال  طالبانو ونيول شول اودهغوى يوصرف ډوله موټراو دمهماتو يوه زيرمه هم له منځه يووړل شوه .
د يوبل خبرله مخې ؛ د٢٠٣  تندر قول اردو د ماين پاکولو ټيم ٩ ماينونه  د آريوب ځاځي  او ميدان وردګو په سيدآباد ولسوالۍ کې  کشف اوشنډکړل.
پاى \ ذ


 

back to top