22 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په ننګرهارکې زرګونو کليوالي خلکو ته د څښاک اوبو د برابرولو پروګرام پيل شو

کابل/ د تلې ٣٠مه/باختر په ننګرهارکې زرګونو کليوالي خلکو ته د...

درې تنه په هرات کې د وژنې په تور ونيول شول

کابل/ د تلې ٣٠مه/باختر د هرات پوليسو درې تنه د وژنې...

يوولس وسله وال طالبان په قندهارکې ووژل شول

کابل/ د تلې ٣٠مه/باختر يوولس وسله وال طالبان په قندهارکې په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دملي امنيت سلاکار په بدخشان کې د دښمن دځالو د له منځه وړلو ژمنه وکړه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ د وږي٢٨مه :  
دهېواد دجمهوررييس دملي امنيت سلاکار بدخشان ته دسفر په بهيرکې وويل:چې په دغه ولايت کې دکورنيو اوبهرنيو تروريستانو ټولې ځالې له منځه وړل کېږي.
دباخترآژانس دسيمه ييز خبريال دخبرله مخې؛ دهېواد دملي امنيت سلاکار حمدالله محب بدخشان ته په سفر کې وويل :  دډاراچوونکوله شتون څخه به  ددغه ولايت  دولسواليو تر بشپړپاکولو پورې ګډ چاڼيزعمليات دوام وکړي اوپه بدخشان کې دکورنيو او بهرنيو تروريستانو ټولې ځالې به له منځه يووړل شي.
ده زياته کړه:  هغه ولسوالۍ  چې ددښمن له شتون څخه پاکې شوې دي بيارغاونې              اوپرمختيا ته اړتيا لري او هلې ځلې به وکړي  چې پرمختيايي برخې وهڅوي چې  دغو ولسواليو ته پاملرنه وکړي.
د جمهوررييس دملي امنيت سلاکار وويل :  د لاجوردو دکان په خاطر به دپي پي اس په ظرفيت دسيمې په کچه يو ټولى جوړشي چې دلاجوردو دکان اوپاکستان ته د توپخانه دغاښي دغځيدلو لارو امنيت  تامين کړي او دغه تولى به دافغانستان له ټولو بچيانو څخه  جوړ شي .
دهېواد ددفاعي او امنيتي ځواکونو دعملياتو په بهيرکې دکران اومنجان ، وردوج  او يمګان ولسوالۍ  دوسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې شوې دې ،ددغو عملياتو  په بهيرکې څه دپاسه ٤٠٠ کورني اوبهرني وسله وال طالبان ووژل شول او ٢٠٠  نور وسله وال طالبان دسولې له بهيرسره يوځاى شول.
پاى \  ذ

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.