31 May 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

نړیواله ټولنه په افغانستان کې د ولسواک نظام ملاتړ کوي

نړیواله ټولنه په افغانستان کې د ولسواک نظام ملاتړ کوي

کابل/ د وږي ۱۱ مه / باختر اروپایي ټولنې په دغو...

دېرش ميليونه ډالر ليلامېږي

دېرش ميليونه ډالر ليلامېږي

کابل/ د غبرګولى١١ مه / باختر مرکزي بانک ٣٠ ميليونه ډالر...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اته ديرش تنه په هرات کې دجنايي او تروريستي جرمونوپه تور ونيول شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ د وږي٢٨مه :  
د تېرو ٢٠ ورځو په بهيرکې  ٤٠ تنه دسازمان موندلو او تروريستي جرمونو ، انسان تښتونې  او داداري فساد دجرمونوپه تور دهرات  دملي امنيت  دکارکوونکو په عملياتو کې ونيول شول او عدلي اوقضايي ارګانونو ته معرفي شول .
په دغوکسانو کې دولتي کارکوونکي ، په فساد ککړ کسان ، له وظيفوي دندو څخه دناوړې استفادې  ، سازمان موندلو جرمونو کې دلاس لرلو ، انسان تښتوونکي ، د ځمکي غاصبين او وسله وال مخالفين شامل دي .
دهرات دوالي وياند  جيلاني فرهاد باخترآژانس ته وويل ؛ چې ددغو کسانو په نيولو سره دلسګونو جنايي جرمونو، تروريستي فعاليتونو او دعامه شتمنيو دلوټولو مخه نيول شوې ده .
ددغو کسانو له جملې څخه ١٢ تنو په کرخ ولسوالۍ کې د٣٨ جريبه ځمکې  دغصبولو تور لګول شوى دى  چې دکافي سندونو اوشواهدوله مخې ونيول شول عدلي اوقضايي ارګانونوته معرفي شول.
له نيول شويو کسانو څخه يو تن چې دهرات ښار اوسيدونکى دى په هغه باندې داخلاقي جرمونو تور لګول شوى دى.
تورن  دجرم له ترسره کولو وروسته  دفلم په اخيستلو اوله زيانمنو شويو کسانو څخه دپيسو په غوښتنې  اقدام کاوه  چې له شواهدوسره ونيول شو.
په همدې ترتيب دشهيدانو اومعلولينو دوه کارکوونکي دشهيدانو دکورنيو دجعلي سندونو دجوړولو په تور ونيول شول او څارنوالۍ ته معرفي شول.
پاى \  ج\ ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.