05 April 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دېرش ميليونه ډالر ليلامېږي

دېرش ميليونه ډالر ليلامېږي

کابل/ د وري١٤ مه/ باختر مرکزي بانک ٣٠ ميليونه ډالر د...

په فراه کې په کرونا ویروس دوه اخته کسان ښه شوي دي

په فراه کې په کرونا ویروس دوه اخته کسان ښه شوي دي

کابل / د وري ۱۷ مه / باختر د فراه روغتیایي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د زابل په موټر بم بریدکې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښت

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

قلات/باختر/ د وږي ۲۸ مه
نن سهار شاوخو پنځه نیمې بجې د زابل د مرکز قلات د ولایتي روغتون او امنیت ملي ریاست ترمنځ د موټر بم چاودنه شوې ده.
ځايي چارواکي وايي چې په چاودنه کې تر پنځوسو زیاتو ملکي وګړو او د ولایتي روغتون روغتیاپالانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او د روغتون زیاته برخه هم ویجاړه شوې ده.
د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال باختر اژانس ته وویل چې د لومړنیو معلوماتو له مخې په دغه چاودنه کې تر ٥٠ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
سیال زیاتوي چې د پېښې زیات قربانیان ملکي وګړي، ناروغان او د ولایتي روغتون روغتیا پالان دي.
د زابل د ولایتي روغتون آمر ډاکټر عباس وايي چې په دغه پېښه کې د ولایتي روغتون یو اشپز شهید شوی، دوه روغتیا پالان او درې نرسان ټپیان شوي دي.
خو د باختر اژانس سیمه ييز خبریال ته د خصوصي روغتونونو مسوولینو ویلي چې تر دې دمه ورته د پېښې له ځایه ٥ مړي، ٤٥ ټپیان وروړل شوي دي.
روغتیاپالانو د پېښې د یو شمېر ټپيانو روغتیايي وضعیت نازک بللی.
پای/وصال

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.