په زابل کې يوولس وسله وال طالبان ووژل شول .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل /دوږي  ٣٠مه/ باختر
په زابل کې دنښتو له امله يوولس وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ نور يې ټپيان شول .
دغه جګړه تېره شپه دارغنداب اودايچوپان ولسواليو په ځينو برخوکې دطالبانو  پرسنګرنو دپوځيانو  په بريد کې رامنځته  شوې ده .
دهېواد په جنوب کې  داتل قول اردو درسنيو دفتر باختراژانس ته وويل چې په دې بريدونوکې يوولس وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ نور يې ټپيان شول
هغه وويل چې، دغه نښته دارغنداب او دايچوپان  ولسواليو په مرکزونو دپوځيانو دبريد له امله رامنځته شوه .
درپوټونوله مخې ، په دې بريدونوکې دوسله والو طالبانو څلور مرکزونه له ټولو تجهيزاتو سره يې له منځه تللي دي .
ختم_ شکريه – اکرم

back to top